ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پوهنې وزیر د بغلان ولایت د ښوونیز وضعیت ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر کړی

د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا د هېواد د ولایتونو د ښوونیز او روزنیز وضعیت د ارزونې په موخه د خپلو سفرونو په لړ کې بغلان ته سفر کړی.

 دې ولایت ته د سفر وروسته یې د یاد ولایت د پوهنې ریاست له مرکزي دفتر لیدنې سربیره د یاد ریاست له مسولينو او کارکوونکو سره لیدنه کړې.

د یاد ولایت پوهنې رییس او نورو مسولینو یې پوهنې وزیر ته د خپل ریاست د کارنو او کړنو په اړه معلومات ورکړي.

مولوي حبیب الله اغا د پوهنې ریاست د مسولینو او کارکوونکو ترسره کړي فعاليتونه ستایلي او خپلو مسولیتونو ته یې متوجه کړي دي.

دغه راز نوموړي د ښوونې او روزنې د کیفیت د لوړوالي او د پوهنیز وضعیت د لا ښه والي په اړه ورته هر اړخیزې سپارښتنې کړې دي.