د افغانستان اسلامي مالي اونۍ تر سرلیک لاندې جوړ شوي کنفرانس کې چې د کوچنیو مالي اسلامي تمویلاتو په اړه جوړ شوی و، د افغانستان بانک د دفتر رییس صدیق الله خالد وینا کړې.
صدیق الله خالد د خپلې وینا په پیل کې خوښي ښودلې چې د افغانستان د مالي سکتور په ځانګړې توګه د اسلامي بانکوالۍ او د وړو قرضو (تمویلاتو) د پراختیا لپاره په دې مهم کنفرانس کې ګډون کوي.
نوموړي ویلي؛ د اسلامي بانکوالۍ سکتور د ډېرو ستونزو سره سره، بیا هم د پراختیا او ثبات په حال کې دی، د نورو اسلامي هېوادونو له تجربو څخه په استفادې د افغانستان د شرایطو سره سم له سودي بانکوالۍ څخه اسلامي بانکوالۍ ته د بدلون لارښود او چارچوکاټ ترتیب شوي، پر بانکونو د خلکو د باور کچه د هرې ورځې په تېرېدو سره د لوړېدو په حال کې ده او په نږدې راتلونکي کې به د مالي پراختیا په برخه کې د پام وړ ګامونه پورته شي.
ښاغلي خالد زیاته کړې؛ د افغانستان بانک له زیات شمېر نړیوالو بنسټونو سره چې د اسلامي مالي تمویل او بانکوالۍ په برخه کې کار کوي اړیکې لري او په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د لا پیاوړتیا لپاره به د نورو اسلامي هېوادونو د تجربو تر څنګ د دې نړیوالو موسسو له معیارونو، مالي محصولاتو او روزنیزو پروګرامونو څخه هم ګټه واخیستل شي.
همدارنګه افغانستان بانک د دفتر رییس ویلي؛ د وړو تمویلاتو مالي موسسې د مالي محصولاتو د تنوع او په ځانګړې توګه کوچنیو سوداګریو ته د مالي محصولاتو په لاسرسي، بزګرانو ته د کرنې د ودې، کوچنیو متشبثینو ته د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، د بې وزلۍ (فقر) کچې په کموالي، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او په ټوله کې د هېواد په اقتصادي وده او پرمختګ کې مهم رول لري.
صدیق الله خالد زیاته کړې؛ دې بانک د یاد سکتور د تنظیم او څارنې لپاره مقرراتي چوکاټ ترتیب او وروستی کړی او د هېواد په ټولو ولایتونو کې په شرایطو برابر هغه کسان چې غواړي د کوچنیو مالي موسساتو له لارې درنو هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې کړي، کولی شي د افغانستان بانک څخه جواز تر لاسه کړي.
نوموړي د خپلو خبرو په بله برخه کې نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو او تمویل کوونکو ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان بانک به په یاد سکتور کې د ښه تنظیم، خوندیتوب او روڼتیا ساتنې لپاره له ټولو نړیوالو معیارونو سره سم د قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې د خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره کړي.
ښاغلي خالد د خپل خبرو په اوږدو کې صکوک هم د اقتصادي ودې او پرمختګ په برخه کې د ارزښت وړ یاد کړي او ویلي يي دي، د صکوکو په برخه کې هم ډېر پرمختګ شوی دی او په نږدې راتلونکي کې به د بنسټیزو پروژو د تمویل لپاره صکوک هم صادر کړل شي.
د یادونې وړ ده، چې په دې کنفرانس کې چې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام له لوري د (د افغانستان مالي اسلامي اونۍ) په نوم جوړ شوی، د افغانستان بانک سربېره د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازي، په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر یا یوناما استازي، د یو شمېر هېوادونو سفیران، د خصوصي سکتور استازي، د سوداګریزو بانکونو استازي، د کوچنیو پورونو د ورکړې د موسساتو استازي او د یو شمېر نورو مالي او بانکي بنسټونو استازي ګډون کړی دی.
دا کنفرانس چې څلور ورځې به دوام وکړي، په ترڅ کې به یې په افغانستان کې اسلامي تمویلاتو، کوچنیو پورونو د ورکړې، دندو رامنځته کولو، بېوزلۍ کچې راکمولو او مالي شمولیت اړوند موضوعاتو بحثونه ترسره شي.