د افغانستان اسلامي امارت د کابينې دویمه غونډه د ریيس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ تېره ورځ (دوشنبه ،۱۴۴۶ هجري قمري کال د محرم الحرام ۱۶مه/ زمري لومړۍ نېټه) ترسره شوه، چې په کې په يو شمېر موضوعاتو بحث او پريکړې وشوې.
غونډه کې له اجنډا سره سم په هېواد کې د بندرونو د ستونزو حل په اړه د ماليې وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارل شوې، ترڅو د هېواد بندرونو څخه ليدنه وکړي، ستونزې په نښه او د حل لپاره يې وروستی راپور د کابينې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
همدا راز د کابينې په دې غونډه کې د يو شمېر نورو مهمو اقداماتو لپاره هم پلاوي ټاکل شوي، ترڅو يې په اړه د کابينې راتلونکې غونډې ته حل لارې او وړانديزونه وړاندې کړي.