اسرائیلي یرغلګرو یو ځل بیا د غزې خان یونس ښار ختیځ ته نژدې ځمکني او هوایي بریدونه پيل کړي.
د غزې روغتیايي مسولین وايي، چې په دې بریدونو کې ۷۷ فلسطینیان شهیدان او شاوخوا ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي.
صهیونیستي عسکرو بیا ځلې د دې سیمې اوسېدونکي ته د وتلو امر کړی، خو د خلکو له وتلو مخکې یې سملاسي بریدونه پیل کړي او ویلي یې دي، چې ستر عملیات پيلوي.
خان یونس له وړاندې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ویجاړ شوی، خو کله چې د روان زېږدیز کال په اپرېل میاشت کې د صهیونیستي رژیم عسکر له دې سیمې ووتل، ډېری اوسېدونکي یې بېرته ور ستانه شول.
فلسطیني رسنۍ وايي، چې صهیونیستي رژیم د سیمې اوسېدونکو ته د وتلو وخت نه دی ورکړی او سملاسي یې بریدونه پرې پيل کړي، چې په دې بریدونو کې ۲۷ کسان شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د دې تر څنګ د غزې پر نورو بېلابېلو سیمو هم بریدونه شوي، چې ګڼ کسان پکې شهیدان او ټپیان دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، چې اسرائیلي عسکر د ښار سوداګریز ځایونه، کورنه او ودانۍ په بلډوزرونو ویجاړوي.
صهیونیستي رژیم په لویدیځه تړانګه کې ۳۱۸ ودانۍ ویجاړې کړې او د ۳۵۹ نورو د ویجاړولو ګواښ یې کړی، چې ۸۴ یې په قدس کې دي.
تازه د فلسطین د ملکي وګړو د دفاع اداره وايي؛ اسرائیلي یرغلګرو نن سهار په سویلي غزه کې کورنه په نښه کړي، چې لږ تر لږه ۱۶ فلسطینیان پکې شهیدان شوي دي.