ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کور او ښار جوړولو وزارت: د کابل – کندهار پر لویه لار د غزني ولایت اړوند سېمو کې دوه ستر مسجدونه جوړېږي

د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي؛ د کابل – کندهار پر عمومي سړک شپږ ستر مسجدونه د ټولو اسانتیاو سره جوړېږي.

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو رییس مولوي نور ولي بلال متقي ویلي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د غزني په اندړ او دو اب ولسوالیو کې د دغه دوه سترو جوړېدونکو مسجدونو له ودانیزو چارو څارنه کړې.

ښاغلی متقي زیاته کړې، د دو اب ولسوالۍ اړوند د مسجد شریف ودانیزې چارې عملا روانې دي.

د نوموړي په وینا؛ د دو اب ولسوالۍ مسجد شریف ودانیزې چارې پخوا شروع شوې وې، خو دا چې خاوره یې مرکز ته د ارزونې په موخه لېږل شوې وه، ځکه خو یې عملي کارونه لږ ځنډېدلي و، چې دمګړۍ یې ودانیزې چارې روانې دي.

د یادولو وړ ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د دولتي ادارو په غوښتنه د دولتي ادارو لپاره د تعمیرونو نقشې ډیزاین کوي، له چارو یې څارنه کوي، تر څو پروژه د پلان او نقشې اړوند سرته ورسېږي.