د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي او د حماس جهادي غورځنګ د سياسي دفتر مشر اسماعيل هنيه ټيليفوني خبرې وکړې.
په دې ټيليفوني اړيکه کې غزه کې پر وروستيو سياسي او جهادي انکشافاتو او سيمهييزو مسايلو هر اړخيزې خبرې اترې شوې.
د بهرنيو چارو وزير د حماس جهادي غورځنګ د مبارزې او سرښندنو ستاينه کړې، په جهادي مبارزه کې یې پر اتفاق او استقامت ټينگار کړی او اسلامي اصولو او ارزښتونو ته يې ژمنتيا اصل بللی دی. همداراز ښاغلي متقي په بیجینګ کې د فلسطيني جهادي ډلو ترمنځ د خبرواترو او اتفاق هرکلی کړی.
مولوي امير خان متقي دغه راز اسماعيل هنيه ته د افغانستان اسلامي امارت او ملت له لوري د فلسطيني ملت د مقاومت او برحقه داعیې څخه یو ځل بیا پر ملاتړ تینګار کړی.
ښاغلي هنیه د فلسطين په تړاو او په ځانګړې توګه غزه کې د وروستيو پېښو په اړه د افغانستان اسلامي امارت او افغان ملت موقف ستایلی او له اشغالګر رژیم سره د وروستیو مذاکراتو په اړه یې معلومات شریک کړي دي.