د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد (زمري) میاشتې په درېیمه نېټه د کار په ملي کنفرانس کې چې د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې جوړ شوی و، ګډون او وینا وکړه.
ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلو خبرو پرمهال وویل؛ د افغانستان اسلامي امارت د هېواد ملي ګټو او متقابل احترام په پام کې نیولو سره د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل ته چمتو دی، پر هغوی غږ کوي تر څو هغه ظالمانه بانکي تحریمونه چې ګڼ شمېر اقتصادي ستونزې یې زیږولې او د بېکارۍ کچه یې لوړه کړې، لرې او د افغانستان اسلامي امارت سره مثبت تعامل ته رامخکې شي.
نوموړي زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د یوه مسول او حاکم نظام په توګه دا خپل مسولیت ګڼي، چې هېوادوالو ته په وخت او ښه ډول خدمات وړاندې کړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال دغه راز وویل، اسلامي امارت د خلکو ستونزې او اندېښنې له پامه نه دي غورځولې، بلکې ټول مسولین هڅه کوي چې هېوادوالو ته د نورو اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ کاري فرصتونه هم رامنځته کړي.
ښاغلي برادر اخوند په هېواد کې پیل شویو بنسټیزو پروژو ته په اشارې سره وویل؛ اسلامي امارت د قوشتېپې کانال، د امو نفتي حوزې، بخش اباد بند او دې ته ورته نورې بنسټیزې او د بیارغونې پروژې پيل کړې، چې لسګونه زره هېوادوال په کې پر کار بوخت دي.
ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلو خبرو پر مهال وویل؛ د کانونو د ایستنې په برخه کې مثبت ګامونه اخیستل شوي، په کانونو کې د کورنیو او بهرنیو کمپنیو له لوري پانګونې ته لېوالتیا زیاته شوې او همدا راز د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري مهمې پروژې تاییدیږي، چې زرګونه نوي کاري فرصتونه یې رامنځته کړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د کار ملي کنفرانس ګډونوالو ته وویل، اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ودې د پياوړتیا او د بېکارۍ کچې راکمولو په موخه کوښښ کوي چې افغانستان د سویلي او مرکزي اسیا د وصل په نقطه بدل کړي، د سوداګرۍ کچه زیاته کړي، کورنیو تولیداتو ته د صادراتو زمینه برابره کړي، د انرژۍ د لېږد او انتقال لپاره کار وکړي، د اوسپنې پټلۍ شبکې پراخې کړي او د دې تر څنګ بهرني پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.
د نوموړي په وینا، په یادو ټولو مواردو کې کوښښ دا دی چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه رامنځته شي.
د کار ملي کنفرانس د دویمې ورځې پر مهال د ملا عبدالغني برادر اخوند په شتون کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت او همدا راز د امارتي شرکتونو د انسجام ادارې ترمنځ د نویو کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه یوشمېر تړونونه هم لاسلیک شول.