د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد میاشتې په درېیمه نېټه د مس عینک پروژې د غځېدلي سړک د جوړولو چارو پرانیسته وکړه.
په دغو مراسمو کې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خواه، د چین هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال، په افغانستان کې د چین سفیر، د مس عینک د قراردادي کمپنۍ (MCC) رییس او تخنیکي ټیم، د خصوصي سکټور استازو، د سیمې اوسېدونکو او یو شمېر امارتي مسولینو هم شتون درلود.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال د مس عینک پروژه له مهمو او حیاتي پروژو څخه وبلله او زیاته یې کړه، د دې پروژې ډېر وخت ضایع شوی او اوسمهال پکار ده چې عملي کارونه یې ژر پيل شي.
ملا عبدالغني برادر اخوند د مس عینک پروژې د قراردادي کمپنۍ مسولینو ته ډاډ ورکړ، چې د پروسس پر مهال د زهرجنو موادو د له منځه وړلو لپاره په افغانستان کې دننه کافي مواد موجود دي، دا ستونزه په بشپړ ډول حل شوې او د پروژې د عملي کار پر وړاندې هېڅ خنډ نشته.
ښاغلي برادر اخوند زیاته کړه، چې د پروژې لپاره یې د پیسو د انتقال په موخه د افغانستان بانک ته لارښوونه شوې، چې له قراردادي کمپنۍ سره لازمه همکاري وکړي.
په پای کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال قراردادي کمپنۍ ته د بشپړ امنیت ټینګښت ډاډ ورکړ او ټول ملت ته یې د دغه لویې پروژې د یوې برخې د عملي چارو د پيل مبارکي ورکړه.