د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د کابل په نهمه ناحیه کې د لایف پَرَل د درمل جوړولو کارخونه پرانیسته او پر فعالیت یې پيل وکړ.
په دغو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف، یو شمېر امارتي مسولینو او د خصوصي سکټور استازو هم ګډون کړی وو.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته ویلي؛ باکیفیته درمل له صحي اړخه د سالمې انساني ټولنې ضمانت کوي او بې کیفیته هغه یې بیا ژوند ګواښي له کمیت مخکې یې باید کیفیت ته پوره پاملرنه وشي.
نوموړي زیاته کړه، د درملو د تولید دا کارخونه به نه یوازې د هېوادوالو د صحي وضعیت لپاره ګټوره تمامه شي، بلکې د هېواد له اقتصادي ودې سره به هم لازمه مرسته وکړي.
ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلو خبرو پر دوام ویلي؛ چې د دې کارخونې د فعالیت په پيل سره به هېوادوال د اړتیا وړ درملو ته اسانه لاسرسی پيدا او د درملو په برخه کې به شته اړتیا تر یوه حده له داخلي تولید څخه تأمین شي.
د ښاغلي برادر اخوند په وینا؛ په دې سره به د درملو واردات کم، په هېواد کې د درملو د تولید کچه لوړه او د درملو امنیت خوندي شي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د تولیدي کارخونو مسولینو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او له هغوی یې غوښتي، چې د هېواد د اړتیاوو په نظر کې نیولو سره دې له نړیوالو معیارونو سره سم باکیفیته درمل تولید کړي.
په پای کې یوځل بیا د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال پر ټولو پانګوالو غږ کړی، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې او دوی باید له دغه فرصت څخه په استفادې د هېواد په بیارغونه او ابادۍ کې برخه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې د لایف پَرَل د درملو په تولیدي کارخونه کې ۲۰ میلیونه ډالر پانګونه شوې چې د بېلا بېلو درملو د تولید تر څنګ یې ۳۰۰ کسانو ته کاري زمینه هم برابره کړې ده.