ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا اداري مرستيال: واخان کوريډور به د افغانستان او چين ترمنځ د اقتصادي اړيکو پراختيا کې مهم رول ولوبوي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د چين د فرهنګ او ګرځندوی وزارت مرستيال لي کن، ورسره پلاوی سره او په کابل کې د چين سفير جاو شېنګ سره لیدنه کړې.

په پيل کې د چين د فرهنګ او ګرځندوی وزارت مرستيال لي کن په سيمه کې د افغانستان جغرافیوي اهميت ته په اشارې د مس عینک کان د ایستنې لپاره د نښلونکي سړک د جوړېدو چارو په پيل خوښوي ښودلې او ویلي يي دي، چين او افغانستان په مختلفو برخو کې تاريخي، نږدې او پياوړې اړيکي لري.

نوموړي زیاته کړې؛ په افغانستان کې د سراسري امنیت او د اسلامي امارت په څېر د واحد او خپلواک حکومت حاکميت دې ته زمينه برابره کړې، چې د مس عينک کان پروژې کارونه له اوږد ځنډ وروسته پيل شي او په ساحه کې د لرغونو تاريخي اثارو خونديتوب موږ ته مهم لومړيتوب دی.

د چين د فرهنګ او ګرځندوی وزارت مرستيال ویلي؛ چين له وړاندې په کور دننه د ورته يو بل کان د ایستنې ښه تجربه لري، چې ورته لرغوني او تاريخي اثار يې درلودل.

لومړی په ساحه کې د لرغونو اثارو د خونديتوب لپاره بشپړه سروې کوو او په يوې داسې طرحې هم کار کوو چې په راتلونکې کې به د افغانستان د کانونو د ایستنې پر مهال د تاريخي اثارو د خونديتوب لپاره ګټوره تمامه شي.

د چين مرستيال وزير زياته کړې، تمه لرو چې د افغان ملت له منځه راپورته شوی اسلامي نظام د خلکو د امنيت او ټولنيزې او اقتصادي هوساينې لپاره پایداره پاتې شي.

مولوي عبدالسلام حنفي د چين د فرهنګ او ګرځندوی وزارت مرستيال لي کن، په کابل کې د چين سفير جاو شېنګ او ورسره پلاوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، افغانستان له چين سره تاريخي او نږدې اړيکي لري او د تاريخ په اوږدو کې يې ښه دوست پاتی شوی دی.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د اقتصادي او مهم سياسي شريک په توګه له افغانستان څخه د چين د ملاتړ مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چين دې د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا دايمي غړي په توګه په نړيوال سټيج د افغانستان د دريځ ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلي حنفي همداراز ویلي؛ د اسلامي امارت رهبري د واحد چين پاليسۍ او د چين د طرحه شويو لويو پروژو بشپړ ملاتړ کوي او هيله يې ښودلې، چې واخان کوريډور به د افغانستان او چين ترمنځ د اقتصادي اړيکو پراختيا کې مهم رول ولوبوي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال په افغانستان سراسري امنیت ته په اشارې د مس عینک پروژې د چارو پيل ستاينه کړې او تمه يې ښودلې، چې ژر تر ژره يې د استنې عملي چارې پيل شي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې، په افغانستان کې د اداري فساد صفر کېدل، د نشه يي توکو کر، قاچاق او استفادې پر وړاندې بريالۍ مبارزې او د لويو پراختیايي پروژو چارو پيل يادونه کړې او ویلي يي دي، د ګاونډيو په شمول چين او ټول هېوادونه دې ډاډ ولري، چې اسلامي امارت به هيچاته اجازه ور نه کړي چې د هغوی پر وړاندې د افغانستان له خاورې څخه استفاده وشي.