ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

چین د افغانستان د تاریخي ابداتو او لرغونو سیمو د بیارغونې په برخه کې بلاعوضه مرسته کوي

د چین د کلتور او ګرځندویۍ وزارت مرستیال لي چن افغانستان ته د لوړپوړي پلاوي په مشرې د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې د مس عینک د تاریخي سیمو، ملي موزیم، کابل بالاحصار، د شیوکیو استوپه او د بابر بڼ څخه لېدنه کړې.

لي چن د خپل سفر په ورستۍ ورځ ویلي؛ افغانستان د تاریخي مدینتونو او لرغونو فرهنګونو اوږد تاریخ لري، دا چې افغانستان له اوږدې جګړې او کړاوونو تازه راوتلی په نړی او سیمه یې حق جوړیږي چې د دغه هېواد په بیا ودانولو او په ځانګړي توګه د تاریخي ابداتو او فرهنګي سیمو په رغونه کې ونډه واخلي.

نوموړي زیاته کړې؛ هېواد یې چمتو دی، چې د افغانستان د تاریخي سیمو اولرغونو اثارو په خوندیتوب، بیا رغونه او د ځینو تاسیساتو په ودانولو کې بلاعوضه کومکونه وکړي.

همداراز یې ویلي؛ د دې لپاره چې افغانستان د خپلو فرهنګي میراثونو د ساتني په برخه کې لاسبری وي، نو ډیر ژر به افغانستان د اسیا د فرهنګي میراثونو د ساتني (ACHA) په سازمان کې د غړي په توګه شامل او له خپلو حقوقو به برخمن شي.

چین هیواد فرهنګ او ګرځندوي مرستیال ویلي؛ د افغانستان د ثبات، شته امنیت او د ابادی لپاره د اسلامي امارت ژمنتیا هله معلومیږي، چې څوک افغانستان ته سفر وکړي او هرسه له نیږدي وویني.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي او د ګرځندوی مرستیال مولوي قدرت الله جمال د خپلو خبرو په ترڅ کې د چین د راغلي پلاوي سفر ګټور بللی او هیله یې څرګنده کړې، چې دغسې سفرونه د دواړو ګاونډیو هېوادونو او ملتونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا او د فرهنګي اړیکو د پراختيا په برخه زیات رول لوبولی شي.