ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا سیاسي مرستیال: د هېواد ابادول د ټولو افغانانو شریک مسولیت دی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې په جلا جلا ناستو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر، د لغمان ولايت د علماوو شورا رییس شیخ محمد سلیم او یو شمېر مجاهدینو سره لیدنه کړې.

په پيل کې قاري حبیب الله بدر د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته ډاډ ورکړی، چې د دغې ادارې په ټولو اړوندو زندانونو کې د زندانیانو انساني او شرعي حقوق خوندي دي او زندانيانو ته د دیني او عصري علومو، ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو او حرفوي زده کړو په ګډون نورې لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

نوموړي ویلي، د دې ادارې ملکي او نظامي مسولين او پرسونل په ښه ډول د زندانيانو د چارو پر مخ وړو لپاره شپه او ورځ هڅه کوي.

په ورته مهال د لغمان ولايت د علماوو شورا ریيس شیخ محمد سلیم د اسلامي امارت پر حاکميت خوښي ښودلې او ویلي يي دي، اسلامي نظام د ټولو علمای کرامو او افغانانو هيله وه.

نوموړي همداراز د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته د لغمان د علماوو شورا او دیني مدارسو په اړه معلومات ورکړي او خپلې ستونزې یې ورسره شریکې کړې دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د دوی له معلوماتو څخه مننه کړې او ویلي يي دي؛ افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، چې جوړول او ابادول یې هم د ټولو شريک مسوليت دی.