ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ هندوکش سټرایکرز لوبډلې د لېسټ اې – یو ورځنیو سیالیو اتلولي وګټله

د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګې اړوند نهم پړاو اتصالات لېسټ اې – یو ورځنۍ سیالۍ، چې د روانې جولای میاشتې په لسمه نېټه په کندوز ولایت کې پیل شوې وې، د رحمت شاه زرمتي په مشرۍ د هندوکش سټرایکرز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. 

په دغو سیالیو کې څلور لوبډلو هندوکش سټرایکرز، ماهیپر ستوري، پامیر لیجینډز او میوند اتلان لوبډلو ګډون درلود، چې د ۱۶ ورځو په موده کې یې ترمنځ ۱۳ سیالۍ ترسره شوې او له منځه یې د هندوکش سټرایکرز او ماهیپر ستورو لوبډلې د لومړي پړاو د دوه مخکښو لوبډلو په توګه د یادو سیالیو وروستۍ پایلوبې ته لاره ومونده. 

د دغو سیالیو ستره پایلوبه تېره ورځ (پنجشنبه، د زمري پینځمه) سهار ۹:۰۰ بجې په کندوز کرېکټ لوبغالي کې پیل شوه.

د دې لوبې پچه د هندوکش لوبډلې لوبډلمشر رحمت شاه زرمتي وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د ماهیپر ستورو لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې له یوې خورا غوره توپوهنې وروسته د خپلو ۷ لوبغاړو په زیان سره ۳۰۷ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې ۳۰۸ هدف کېښود.

د یادې لوبډلې په ګټه بلال احمد ترین ۱۳۶، لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۶۶، فرید احمد ملک ۲۶ او ضیاءالرحمن اکبر ۲۰ منډې جوړې کړې.

له بلې خوا د هندوکش لوبډلې په ګټه فریدون داودزي دوه، ننګیال خروټي، خلیل ګربز، شمس الرحمن او محمد ګل عليزي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د رحمت شاه زرمتي په مشرۍ د هندوکش سټرایکرز لوبډلې د ماهیپر ستورو لخوا د ۳۰۸ منډو ټاکل شوی هدف د زبید اکبري د سلیزې او رحمت شاه زرمتي د نیمه سلیزې پر مټ د خپلو پینځو لوبغاړو په زیان ترلاسه کړ او د ۷م پړاو اتصالات لېسټ اې – یو ورځنیو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د دغې لوبډلې په ګټه زبید اکبري ۱۳۴، رحمت شاه زرمتي ۶۸، عبدالمالک ۴۰، اعجاز احمد او افسر ځاځي هر یوه ۲۱ منډې جوړې کړې.

د ماهیپر لپاره ګلبدین نایب دوه، فرید احمد او ظاهر خان یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه، خو لوبډله یې له ماتې سره مخ شوه.

په دې سره د هندوکش ستورو لوبډلې د نهم پړاو اتصالات لېسټ اې – یو ورځنیو سیالیو اتلولي خپله کړه. 

د هندوکش ستوري لوبډلې تکړه پیلیز توپوهونکی زبید اکبري چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې په ۱۳۳ توپونو د ۱۴ څلوریزو او درې سترو شپږیزو پرمټ ۱۳۴ منډې جوړې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

دغه راز د ماهیپر ستورو لوبډلې ځوان توپوهونکی بلال احمد ترین چې په دغو سیالیو کې یې د دوه سلیزو پرمټ ۲۷۴ منډې جوړې کړې وې، د سیالیو ځوان لوبغاړی ونومول شو. 

د پامیر لیجینډز لوبډلې تکړه چټک توپ اچوونکی نوید ځدراڼ په دغو سیالیو کې ۱۳ ویکټې ترلاسه کړې او د سیالیو غوره توپ اچوونکی ونومول شو.

دغه راز د سیالیو تر ټولو غوره توپوهونکی رحمت شاه ونومول شو، چې د څلورو نیمه سلیزو او یوې سلیزې پرمټ یې د ۶۵.۸۳ منډو په اوسط سره ۳۹۵ منډې جوړې کړې وې. 

دغه راز د میوند اتلان لوبډلې تکړه لوبغاړی شرف الدین اشرف چې په یادو سیالیو کې یې ۱۸۲ منډې جوړې کړې وې او دغه راز یې نهه ویکټې ترلاسه کړې وې، د سیالیو تر ټولو غوره الرونډر ونومول شو. 

اتصالات لېسټ اې – یو ورځنۍ سیالۍ د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ په جوړښت کې له خورا ستر ارزښته برخمنې دي چې په هېواد کې د لوبغاړو او لوبې د ودې په برخه کې ستر رول لوبوي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګې له پلان سره سم به له یادو سیالیو وروسته په راتلونکې اګسټ میاشت کې نهم پړاو شپږیزه کرېکټ لیک او د روان کال په سپټمبر میاشت کې به اووم پړاو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس کرېکټ سیالۍ ترسره شي.