د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د اوزبیکستان هېواد له پلاوي سره، چې مشري يې د اوزبیکستان د اوبو وزیر شوکت همرایوف کوله د امو سیند د څنډو د پياوړتیا په اړه په بلخ ولایت کی ناسته شوې.
په دې ناسته کې د امو سیند د تخریباتو، اوبو پر کموالي د اقلیمي تغییراتو اغېزې او د امو سیند د څنډو د پیاوړتیا او د لا نورو تخریباتو د مخنیوي په اړه د افغانستان اسلامي امارت او د اوزبیکستان هېواد د مسولینو ترمنځ بحث او نظرونه تبادله شوي دي.
دغه ناسته د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په کوربتوب د بلخ ولایت په حیرتان ښارګوټي کې ترسره شوې، چې په کې د افغانستان له لوري د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري، د بلخ والي محمد یوسف وفا، د کورنیو چارو وزارت مرستیال عبدالحق همکار، د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال مجیب الرحمن عمر، د اقتصادي کمیسیون رییس ابراهیم حکمت، د بهرنیو چارو وزارت استازی شفیع اعظم، د دفاع وزارت او اداري چارو استازو ګډون کړی و.
له اوزبیکستان هېواد څخه په دې ناسته کې شوکت همرایوف د اوبو وزیر په مشري پلاوي، عصمت اکه د افغانستان په چارو کې د اوزبیکستان د ولسمشر ځانګړی استازی او د هغه ملګرو ګډون کړی و.
دغه ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي، چې هر کال د اقلیمي تغییراتو له امله د امو سیند د اوبو زیاتوالی په موسم کې په افغانستان او اوزبیکستان کې زرګونه هکتاره کرنيزه ځمکه او سلګونه مسکوني کورونه د ويجاړولو سبب ګرځي.