په کابل کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدنه کړې.
په دې ناسته کې د دوو اړخیزو ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړولو پر امکاناتو او د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نللیکې د غځولو د کار پیل پر لارو چارو خبرې شوې دي.
په پیل کې د ترکمنستان سفیر د خپل هېواد له لوري د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نللیکې د غځولو د عملي کار اړوند وروستي پرمختگونه د بهرنیو چارو وزیر سره شریک کړي دي.
په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ د ټاپي نللیکې غځول د اسلامي امارت په سترو لومړیتوبونو کې دي او د افغانستان اړوندې ادارې کار کوي څو په نژدې راتلونکي کې د افغانستان په خاوره کې د نللیکې د غځولو اړوندې ټولې تخنیکي چارې وروستۍ او عملاً کار پیل شي.