ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت سوداګرو ته اړینې اسانتیاوې برابروي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له سرپرست محمد یونس مومند او د یادې خونې له یو تن غړي حاجي خانجان الکوزي سره لیدنه کړې.

په پیل کې محمد یونس مومند په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د شته فرصتونو په اړه خبرې کړې او په دې وروستیو کې یې د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د اعلان شوي مالیاتي معافیت هرکلی کړی دی.

نوموړي د سوداګرو او پانګوالو د ځاني او مالي امنیت د تامین، په ګمرکونو کې د روڼتیا د ایجاد، د وارداتي اقلامو د کیفیت د تشخیص لپاره د لابراتوارونو برابرول او د اداري فساد له منځه وړل په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې پر وړاندې هغه فرصت بللی، چې د اسلامي امارت تر سیوري لاندې رامنځته شوی او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د سوداګرو او پانګوالو د خوشحالۍ او تشویق لامل ګرځیدلی دی.

ښاغلي مومند د ترانسپورټي مسایلو او د سوداګریزو توکو د لېږد او د بې کیفیته توکو د تشخیص او ارزونې په موخه د لابراتوارونو د ایجاد برخې ته د اسلامي امارت د رهبري هیئت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې ده.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې سوداګر او پانګوال د هېواد د ابادۍ په برخه کې اړین رول لري.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرو او پانګوالو پر وړاندې د خنډونو د له منځه وړلو او دوی ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه خپلې ټولې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي.

ښاغلي حنفي ویلي، چې د سوداګرو او پانګوالو پر وړاندې د ناامنۍ او فساد په څېر اصلي خنډونه له منځه وړل شوي دي. د ریاست الوزرا اداري مرستیال له هغو افغان سوداګرو او پانګوالو چې له هېواده بهر ژوند کوي غوښتي، چې بېرته هېواد ته راستانه او په خپلې پانګونې او سوداګرۍ سره د افغانستان په پرمختګ او پراختیا کې ونډه واخلي.