ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هېواد په ۱۲ ګمرکونو کې د سکنرونو د نصبولو تړون لاسلیک شو

له یو خصوصي شرکت سره د هېواد په ۱۲ ګمرکونو کې د ۱۱۳ میلیونه او ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د سکنرونو د نصبولو پروژې تړون لاسلیک شو.

دا سکنرونه په تورخم، حيرتان، سپين‌بولدک، اسلام قلعه، تورغونډۍ، نيمروز، خوست، پکتيا، اقینه، ابونصر فراه او شیرخان بندر کې نصبېږي.

د یادې پروژې چارې به د دوو کلونو په موده کې بشپړې او په مستقیم او غیرې مستقیم ډول به ۲ زره کسانو ته د کار زمېنه پکې برابره شي.

د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا رییس مولوي احمد ضیاء خالد وايي، چې دا سکنرونه د امنیت د لاټينګښت په موخه د هېواد په ګمرکونو کې نصبېږي.

نوموړی زیاتوي، چې په تېر کې د معیاري سکنرونو د نشتوالي له امله ګمرکي خدمتونه په معیاري ډول نه دي تر سره شوي او همدا علت و، چې مالیاتي تېښتې، د نشه‌یي توکو، وسلو او نورو منع شویو توکو قاچاق ته زمینه برابره شوې وه او د دې پروژې په پلي کېدو سره به یادې ستونزې هوارې شي.

د مالیې وزارت د پالیسې مرستیال انجنیر سلطان محمد زبیر وايي؛ په ګمرکي بندرونو کې د معیاري سکنرونو لګولو پروژه یوه مهمه پروژه ده، چې په پلي کېدو سره به یې هېواد ته په قاچاقي ډول د منعه شویو توکو د وارداتو او صادراتو مخنیوی وشي.

یاد تړون د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د کورنیو چارو وزارت او چارو ادارې په ګډ خبري کنفرانس کې له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو.