د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان لپاره د نوي مشر ایډوین سینیزا سلاوډر سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د روغتیايي سیستم پر پراختیا، لرې پرتو سیمو ته د رسیدنې، د ساري ناروغیو سره د مبارزې، د پولیو لابراتوار پر فعالیت او د روغتیايي سیستم لپاره د مؤثرې پالیسۍ جوړولو پر څرنګوالي او همغږۍ خبرې شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان لپاره نوي مشر ایډوین د عامې روغتیا وزارت سره پر همغږۍ ټینګار کړی او د روغتیايي سیستم د لا پرمختک او همکارۍ لپاره یې د ژمنې څرګندونه کړې.
د نوموړي پر وینا، د عامې روغتیا وزارت سره به د روغتیايي خدماتو په برخه کې لا ښه همکاري او ښه همغږي ولري.