ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: د پنجشیر د خلکو غوښتنو او رغنیزو پروژو ته لومړیتوب ورکوو

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر د پنجشیر له والي حافظ محمداغا حکیم سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې حافظ محمداغا حکیم په پنجشیر کې د امنیت په اړه د ډاډ په څرګندولو سره ویلي، له اوږدې مودې راهیسې په دې ولایت کې هېڅ امنیتي پېښه نه ده شوې او امنیتي ادارو دا لاسته راوړنه د ولسونو په همکارۍ خپله کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د پنجشیر د خلکو له غوښتنې وروسته او د ځايي ادارو په همکارۍ ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او همدارنګه په دې وروستیو کې ډېر شمېر ځوانان د پوځ په لیکو کې جذب شوي دي.

د ښاغلي حکیم په وینا؛ خلک د پنجشیر له مرکز څخه ولسوالیو ته د غځېدلو سړکونو د رغولو، د استنادي دیوالونو او برېښنا په برخه کې له حکومت څخه د پروژو د پیل غوښتنې لري.

حافظ محمداغا حکیم د پنجشیر په ټولو سیمو کې له خلکو سره د مجاهدینو د ښه چلند په هکله د ریاست الوزرا کفيل ته ډاډ ورکړی دی.

مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د پنجشیر د خلکو غوښتنو او رغنیزو پروژو ته لومړیتوب ورکوو.

نوموړي زیاته کړې، په پنجشیر کې د برېښنا د ستونزو د هوارولو او سړکونو د بیارغونې په موخه به اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.

مولوي عبدالکبیر د پنجشیر والي ته ډاډ ورکړی، چې په دې ولایت کې دې د خلکو د لا خدمت لپاره پر سیمه ییزو ادارو څار ډېر او د هغوی تر منځ همغږي رامنځته کړي.

د رياست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل د‌ خپلو خبرو په پای کې ویلي، چې د پنجشیر د علماوو، د نظر خاوندانو، مخورو او قومي مشرانو د سلا مشورو د اورېدو لپاره له هغوی سره مخامخ ناستې په پام کې لري.