ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ سعید احمد شهیدخیل: هر مسلمان مسول دی چې نور د خیر او اصلاح لوري ته راوبولي

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت نظامي چارو مرستيال شیخ سعید احمد شهیدخیل د یو پلاوي په ملتیا نورستان ولايت ته سفر کړی.

شیخ سعید احمد شهید خیل یاد نورستان ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دې ولایت له نظامي او ملکي ادارو رییسانو او مسولینو سره ګډه ناسته کړې.

په دې ناسته کې د نورستان مرستيال والي فیصل مختار د امربالمعروف او نهی عن المنکر اداري د ټولو لارښونو په عملي او پلي کولو ټينګار کړی او ویلي يي دي، د ولایتي ادارې سره همغږي لري او په ټولو چارو کې ورسته ورسته کوي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت نظامي چارو مرستيال ویلي؛ امربالمعروف او نهی عن المنکر د هر مسلمان دنده ده مونږ ټول د الله تعالی پر وړاندي مسول یو، چې خلک خیر او اصلاح لوري ته راوبولو، د بدۍ او ګمراهۍ څخه یې وژغورو.

شیخ سعید احمد شهید خیل د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو پلي کېدل، په جماعت سره د لمونځ ادا کولو، د شريعت اړوند سيرت او صورت برابرولو ترڅنګ يې په ګڼو نورو برخو کې ګډونوالو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې کړې دي.

د ناستې په پای کې یو شمیر رییسانو او مسولینو خپلې غوښتنې او وړانديزونه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت نظامي چارو مرستيال سره شریک کړي او د ستونزو د حل غوښتنه یې کړې.

شیخ سعید احمد شهید خیل د یادو مسولینو کړنې ستایلي او ورته یې د شویو وړاندیزونو د حل ډاډ یې ورکړی دی.