د شنبې ورځ، د ۲۱/۱/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ٦/۵/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډېورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۴۴ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۲۱۰ تنه غړي ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۱۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۹ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۸۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا په تېرو دوه ورځو کې له ٦٦ کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې٦۴۰ زره افغانۍ کیږي.
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې اووه کورنۍ په موقت ډول مېشتې کړل شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول مهم خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۰۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۲۵ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۳۴ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په تخته پل کمپ کې له ۲۵ کورنیو سره ټولې ۲۱۲ زره افغانۍ مرسته شوې.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په تیرو دوه ورځو کې ٦۹ کورنۍ د تخته پل مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.
نیمروز
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د ورېښمو له لارې څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز ٦۸۰ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اته کورنیو سره ټولې۴۲ زره مالي مرسته شوې.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې په تیرو دوه ورځو کې ۱۴۱ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته نن بېلابېل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته څلور عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هـــــــرات
اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۰ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په اسلام کلا بندر کې له ۵ کورنیو سره ۳٦ زره افغانۍ مرسته شوې.
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
د هرات په اسلام کلا کې ۹۴ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۸۴ کورنۍ، ۳۷۴ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۱۹ کورنۍ، ۹۹ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۱۰۴ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۱۱۱ عدده