د سیګار په نوم اداره چې د امریکايي اشغال پر مهال یې افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د کنټرول، محاسبې او څېړلو په موخه رامنځته شوې وه او د اشغال له پای ته رسېدو سره سم یې د افغانستان په اسلامي امارت پسې د پروپاګند کولو دنده په غاړه اخیستې ده.
یادې ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې اسلامي امارت له سختو امنيتي ستونزو سره مخ دی او افغانستان کې بهرنۍ وسلهوالې ډلې او کورني ګواښونه زیات شوي او ځينو هېوادونو ته له افغان خاورې خطر متوجه شوی.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د سیګار دغه ډول پروپاګند په کلکه رد کړی او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت پر وضعیت بشپړ کنټرول لري او چاته اجازه نه ورکوي، چې افغانستان کې راغلی امنیت خراب کړي او یا د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې هيڅ بهرنۍ وسلهواله ډله افغانستان کې فعالیت نه لري او د داعش په نامه استخباراتي پروژه هم سخته ځپل شوې او د ورکېدو په حال کې ده او ملت په ارامه فضاه کې ژوند کوي.
امریکا د افغانستان له اوسنې امنیت او ثبات سره څه ستونزه لري چې دا ډول تشویشونه خپروي؟ یا د داعش په څېر د شومو پدیدوته په کمپاین بوخته ده؟ او یاهم د افغانستان ګاونډي هېوادنه په اندښنو کې اچوي؟
ښايي، چې دا ګړنې امریکا کې د ځینو خاصو کړیو کار وي او یا دا چې امریکا بیا غواړي چې سیمه بېثباته او ناکراره کړي، ترڅو په دې ډول افغان ولس څخه د خپلې ماتې بدل واخلي او یا د اسلامي امارت او د سیمې هیوادونو ترمنځ اړیکې خرابې کړي.
امریکا ته مو سپارښتنه داده چې نور دې له افغانانو سره دښمني پای ته ورسوي، افغانستان د هیچا لپاره ګواښ نه دی، بلکې اسلامي امارت غواړي، چې د امریکا په شمول له نړیوالو سره ښې اړیکې ولري.