د نمونه یي روغتون د چارو پر مخ وړلو لپاره د ټاکل شوي پلاوي غونډه د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي او د پلاوي او متخصصینو کمېټې د نورو غړو په شتون کې ترسره شوه.
لومړی د متخصصینو کمېټې غړو د ورسپارل شویو دندو او همداراز د دې روغتون د تعمیراتي چارو د جریان، د وسایلو، تجهیزاتو او اړینې طبي ماشینرۍ د برابرولو او ځای پر ځای کولو او د مسلک او وړتیا پر اساس د ډاکترانو او متخصصو کارکوونکو د ګمارنې پروسې په تړاو، د خپلو کړنو څرنګوالي معلومات ورکړي دي.
د ډاکترانو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرامونو ترسره کولو، په بهر کې د مېشتو افغان ډاکترانو او متخصصینو د دعوت، د اداري او خدماتي کارکونکو د ګمارنې او د دې روغتون لپاره د طبي وسایلو او تجهیزاتو برابرولو او خریدارۍ په اړه بحث او هر اړخیزه ارزونه شوې او په دې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شوي دي.