ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ افغانستان لومړي ځل لپاره په ټېسټ لوبه کې له نیوزلینډ سره مخ کیږي

افغانستان کرېکټ بورډ ویلي؛ افغان لوبډله به د لومړني ځل لپاره د روان کال په سپتمبر میاشت کې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې په موخه د نیوزلینډ د ملي لوبډلې کوربه توب کوي، چې یاده لوبه به د همدې میاشتې په نهمه نېټه پیل شي او د مهالوېش له مخې ورته د یادې میاشتې تر ۱۳مې نېټې پورې وخت ځانګړی شوی دی.

افغانستان کرېکټ بورډ د لومړني ځل لپاره د نیوزلینډ ملي لوبډلې کوربه توب کوي، چې د یادې سترې سیالۍ لپاره به د نیوزلینډ لوبډله د سپتمبر میاشتې په پینځمه نېټه د هندوستان ګریټر نویډا ته راشي او له څو ورځو تمریناتو وروسته به له افغانستان سره خپله یوازېنۍ ټېسټ لوبه پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د مهالوېش له مخې به افغان کرېکټ لوبډله د اګست په وروستیو کې د هندوستان ګریټر نویډا ته لاړه شي او د یادې سیالۍ لپاره د چمتووالي په موخه خپل تمرینات پیل کړي.

باید وویل شي چې د ګریټر نویډا کرېکټ لوبغالی د افغانستان کرېکټ بورډ او هندوستان کرېکټ بورډ د مشرتابه ترمنځ د هوکړې له مخې افغانستان ته د کوربه لوبغالي په توګه ورکړل شوی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف په دې اړه ویلي؛ ډېر خوشحاله یو چې د لومړني ځل لپاره له نیوزلینډ سره ټېسټ لوبه کوو او دا د هغو هلو ځلو او خبرو پایله ده، چې موږ د کرېکټ نړیوالې شورا په ناستو کې د نورو کرېکټ بورډونو له مشرانو سره مطرح کړې وې. دا دی اوس د نیوزلینډ په څېر له سترې لوبډلې سره ټېسټ لوبه کوو.

نوموړي زیاته کړې؛ ډېر لېواله دی چې له نیوزلینډ سره په راتلونکي کې د یو ورځنیو او ۲۰ اوریزو نړیوالو لوبو لوبلړۍ هم ولري چې ورته لوبلړۍ به د دواړو لوبډلو لپاره ډېرې مؤثرې وي.

د یادونې وړ ده، افغانستان ملي لوبډلې تر دې مهاله نهه ټېسټ لوبې ترسره کړې دي، چې له ډلې یې درې ګټلې او شپږ لوبې یې بایللې دي.