ملا نورالدین ترابي د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې رییس نن سهار په خپل کاري دفتر کې افغانستان کې د ترکیې د سرې میاشتې له ریس نعمت الله کریمي سره لیدنه کړې او د پېښو مدیریت او پر ګډو همکاریو یې خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ملي ادارې رییس د پېښو د خطرونو کمولو په برخه کې یې عامه پوهاوی زیات مهم بللی او ویلي یې دي، چې وقایوي پروژې د سېلابونو په مهارولو کې د استنادي دیوالونو په څېر مهم رول لوبوي.
ښاغلي ترابي وقایه د رسېدنې په پرتله کم مصرفه او ارزانه بللې او زیاته کړې یې ده، چې موږ هڅه کوو ترڅو په دې برخه کې لا زیات کار وکړو او همدارنګه له سرې میاشتې یې په دې برخه کې د همکاري غوښتنه هم کړې ده.
د ترکیې د سرې میاشتې رییس د ځاني او مالي زیانونو د کمولو په برخه کې د عامه پوهاوي مسلکي ټیمونواو د ژغورنې او لټون لپاره د چمتو ټیمونو شتون اړین ګڼلی او ویلي یې دي، چې موږ له هانګ کانګ سره پر یوې ګډې طرحې کار کوو تر څو د سېندونو پر غاړه داسې یو سیسټم نصب کړو، چې د سېلابوو راوتلو او د اوبو د کچې لوړېدو په برخه کې د پېښې رامنځته کېدو څخه وړاندې خبر راکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ترکیې سره میاشت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سره د پېښې رامنځته کېدو په وخت کې د خیمو او ګرمې ډوډۍ په برخه کې همکاري ته چمتو دی.