د وینزویلا د ټاکنو ملي شورا وايي، چې نیکولاس مادورو په ولسمشریزو ټاکنو کې بریا خپله کړې او د درېیم ځل لپاره د یاد هېواد ولسمشر شو. نوموړي ۵۱ سلنه رایې ترلاسه کړې دي.
د یادې شورا په وینا؛ د رایو شمېرنه ښیي، چې مادورو د ۵۱ سلنې رایو په ترلاسه کولو سره له خپل سیال ګونزالس څخه چې ۴۴ سلنه رایې یې ترلاسه کړي مخکښ دی.
مادورو له ۱۱ کاله راهیسې د وینزوئلا ولسمشر دی او په دې بریا سره یې حاکمیت ۶ کاله نور هم تمدید شو.