د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت په خپله اېکس پاڼه لیکلي؛ د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته په سفر روان شو.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، د ایران هېواد په رسمي بلنه یاد هېواد ته سفر وکړ.
په دې درې ورځني سفر کې به د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ایران له نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ د هغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره دوه اړخیزې رسمي ناستې ولري.
دغه راز به په دې رسمي سفر کې د افغانستان اسلامي امارت او ایران ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د لاپیاوړتیا، په یاد هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو په حل او د همکاریو په پراختیا خبرې وشي.
مولوي عبدالکبیر به همداراز د دې رسمي سفر په جریان کې د یو شمېر نورو هېوادونو له استازو او مسولینو سره هم لیدنې ولري.