په وینزویلا کې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو له اعلان سره سم زرګونه کسانو د نیکولاس مادورو پر ضد لاریون کړی او د دې هېواد پلازمېنه کاراکاس کې د ولسمشرۍ ماڼۍ لوري ته خوځېدلي دي.
لاریونوال له پولیسو سره لاس او ګرېوان شوي او د مادورو د کمپاین پوسټرونو ته یې اور اچولی. پولیسو د لاریونوالو پر ضد اوښکې بهوونکی ګاز کارولی او ربړي مرمۍ یې پرې ویشتلې دي.
د راپورونو پر اساس دا اعتراضونه په ولسمشریزو ټاکنو کې د نیکولاس مادورو د بریا له ادعا او اعلان وروسته پيل شول، چې د نوموړي ګڼو سیاسي مخالفینو هم ګډون پکې کړی.
د وینزویلا حکومت مخالفین وايي، چې نوماند یې اډمونډو ګونزالیز په اسانۍ د ولسمشریزو ټاکنو ۷۰ سلنه رایې ترلاسه کړې دي.
۶۱ نیکولاس مادورو په دې ولسمشریزو ټاکنو کې له بریا سره سم د درېیم ځل لپاره د وینزویلا ولسمشر شو.
نوموړي د ټاکنو د پایلو په اړه د نړیوالو نیوکې او شکونه رد کړي او ادعا یې کړې، چې مخالفین یې د کودتا هڅه کوي.
د یاد هېواد د ټاکنو شورا د ۸۰ سلنه رایو له شمېرلو وروسته نیکولاس مادورو د ۵۱.۲ سلنه رایو په ګټلو سره ګټونکی اعلان کړ. سیال یې بیا ۴۴.۲ سلنه رایې ګټلې دي.