ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: اسلامي امارت د کلتوري او اطلاعاتي برخو د پیاوړتیا هڅه کوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد د بېلا بېلو ولایتونو یو شمېر ژورنالیستانو او کلتورپالو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دوی په هېواد کې د امنیت او ارامي په ټینګښت او د اسلامي امارت د مسولینو له لوري د کلتوري او رسنیزو فعالیتونو په هرکلي خوښي څرګنده کړې.

یادو ژورنالیستانو او کلتورپالو ویلي؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې اسلامي اصولو ته په پام د مطبوعاتي فعالیتونو، د کلتور پالنې، د تاریخي ابداتو د ساتنې او خوندیتوب او د ژبو د پیاوړتیا په برخو کې فرصتونه زیات شوي، چې دا کار د ملت او هېواد پر وړاندې د مسولینو ژمنتیا ښیي.

دغه‌راز دوی غوښتنه کړې، چې د اړوندو ادارو له لوري دې د هېواد د لیکوالانو او شاعرانو د اثارو خپرېدو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ژورنالیستان او فرهنګیان د هېواد معنوي پانګه بللې او ویلي يي دي؛ اسلامي امارت په بېلا بېلو برخو کې په ځانګړي ډول د کلتور او اطلاع رسولو په برخه کې د اړتیاوو پوره کولو هڅه کوي او په ټول توان په دې برخه کې د تاریخي اثارو د خوندیتوب، د چاپي او تصویري نشراتو د پیاوړتیا او پراختیا کوښښ کوي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت به تر خپله وسه د هېواد د لیکوالانو او شاعرانو د اثارو د خپرېدو کوښښ وکړي.