ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د علم ارزښت او په هغه عمل / لومړی برخه

د علم ارزښت او په هغه عمل / لیکوال: فاني في الله فاضل

لومړۍ برخه:

الحمدلله والصلاة والسلام علی رسول الله وآله وصحبه ومن والاه وبعد!

درنو وروڼو او خويندو! څرنګه چې د علم او زده کړې او په هغه د عمل موضوع ډيره مهمه او ضروري ده، نو ځکه غواړو چې همدا موضوع تر يو بريده تعقيب کړو او دڅو برخو له لاري يې په ښه ډول وڅېړو .

 تر همدې  عنوان لاندي به د علم پر زدکړه او دارنګه د وخت د قدر او أهمیت، په علم عمل او د اسلافو پر عملي نمونو بحث کوو، هيله ده تر پايه يې ولولئ او ګټه ترې واخلئ!

الله تعالی دې موږ او تاسې ټولو ته د عمل توفيق راکړي.

دعلم ارزښت او اهمیت:

محترمو وروڼو او خويندو! د اسلام سپيڅلي دين په ډېر ټينګار سره د علم په زده کړي امر کړي دی، الله تعالی فرمايلي دي :

« قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ والَّذينَ لا يَعْلَمُونَ »  الزمر: ۹ 

يعنې؛ وايه ای محمده آیا هغه کسان چې پوهېږي او هغه کسان چې نه پوهېږي سره برابر دي؟

همدارنګه له  أنس بن مالک څخه روايت دی، چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

« طلبُ العِلمِ فريضةٌ على كُلِّ مسلمٍ » . رواه ابن ماجه. حديث حسن بطرقه وشواهده  .

 يعنې؛  دعلم زده کړه پر هر مسلمان نارینه او ښځینه فرض ده.

دغه راز يې فرمايلي دي: « مَنْ يُرِدِ اللهُ بِهِ خَيراً يُفَقِّهْهُ فِي الدِّيْنِ » متفق عليه.

 يعنې؛ چاته چې الله تعالی د خير اراده وکړي نو په دين کې پوهه ورکړي.

حافظ ابن رجب رحمه الله فرمايي‌:‌

«لا طريق إلى معرفة الله, وإلى الوصول إلى رضوانه, والفوز بقربه, ومجاورته في الآخرة, إلا بالعلم النافع ». 

ژباړه: د الله تعالی پيژندني او د الله تعالی رضا او د هغه نېږدې والي ته له علم نافع پرته بله لاره نشته .

څومره زده کړه فرض ده؟

درنو وروڼو او خويندو! شرعي علمونه دوه قسمه دي:

۱- علم الاصول یا دعقايدو زده کړه، چې پر هر مسلمان نارینه او ښځینه  فرض ده.

۲- علم الفروع یا دفقهې او مسئلو زده کړه؛ فقه په هغه اندازه چې يو انسان ورسره لاس او ګريوان وي فرض ده. لکه د اوداسه، لمانځه روژې وغيره مسائل او لکه د حج يا زکات مسائل د هغه چا لپاره چې حج او زکات ورباندې فرض وي.

تر  ضرورت زياته اندازه زده کړه، دنورو مسلمانانو د ګټې لپاره، يا پوره علم کول او له ديني علومو فارغه کېدل پرمسلمانانو فرض کفايي دی.

   لکه په درمختار کې چې راغلي:

     «في ردالمحتار: أن تعلم العلم يكون فرض عين، وهو بقدر ما يحتاج لدينه ،  وفرض كفاية، وهو ما زاد عليه لنفع غيره ».

يعنې؛ د علم زده کړه فرض عين ده، خو په هغه اندازه چې انسان ورته په دين کې محتاج وي، او د علم زده کړه فرض کفايي ده، خو هغه علم چې تر خپل ضرورت زيات او دنورو مسلمانانو د ګټې لپاره وي .

همدارنګه هغه دنيوي او عصري علوم کوم چې د ديني او دنيوي امورو د ترسره کولو او يا هم پرمختګ لپاره اړين وي فرض کفايي دي. په مسلمانه ټولنه کې بايد داسې کسان شتون ولري، چې له عصري علومو سره لکه طب، کمپيوټر، انجينري، ساينس او نورو سره پوره بلدتيا ولري او د اسلامې حکومت دا يو مسوليت دی، چې داسي کسان وروزي او د مسلمانانو او د خپلې خاوري ساتنه او په ديني او دنيوي امورو کې پرې پرمختګ وکړي.

د علم په زده کړه کې زموږ کسلت او سستي ډيره زياته ده، هغه علم خو پرېږده چې فرض نه دی، بلکې هومره علم چې پر هر مسلمان فرض عين دی هم راڅخه پاتې دی. داسي کسان هم سته چې د خپلي عقيدې په اړه د خپل فرض لمانځه په اړه بېخي کم معلومات لري، تجارت کوي خو د تجارت احکام او مسائل يې نه وي زده کړي. يو بل کسب او کار کوي خو سم او ناسم اړخ يې نه پېژني، حال دا چې پر دوئ فرض ده چې خپله عقيده سمه کړي او هومره مسائل چې دی ورسره لاس او ګريوان وي زده کړي.

اوس چې تر بل هر وخت د ديني او عصري علومو زمېنه په ډيره ښه توګه برابره شوې، امېد لرو چې هېوادوال مو تر بل هر وخت زده کړو ته پوره مخه کړي او په مسلکې ډول  خپلي ټولي زده کړي سر ته ورسوي.