د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي په خپل کار ځای کې د اغا خان بنسټ رییس په مشرۍ له یو ګډ پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو په ښه والي، د روغتیايي کارکوونکو په ظرفیت لوړونې او نورو اړینو موضوعاتو خبرې شوې دي.
د عامې روغتیا وزیر د اغاخان بنسټ پلاوي سره په دغه ناسته کې په غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ټینګار کړی او دغه راز یې یاد بنسټ ته د روغتیا په برخه کې د خدماتو پر شفافیت او لا ښه والي سپارښتنې کړې دي.
د یاد بنسټ پلاوي د عامې روغتیا وزیر څخه د مننې ترڅنګ د روغتیایي کارکوونکو ظرفیت لوړونې او روغتیايي خدمتونو کې د پام وړ ښه والي راوستلو ژمنه کړې.