په اروپايي هېوادونو کې د مېشتو درنو هېوادوالو د پام وړ!
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تل هڅه کوي، چې په بهر په ځانګړي ډول اروپايي هېوادونو کې د مېشتو افغانانو له مشروع حقونو دفاع وکړي او اسانه قونسلي خدمتونه ورته وړاندې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت خپلو هېوادوالو ته د غوره خدمتونو ترسره کولو په موخه په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان له سياسي او قونسلي استازوليو بيا بيا غوښتنه کړې ده، چې لږ تر لږه د قونسلي چارو په برخه کې له مرکز سره تعامل وکړي؛ خو په خواشیني سره باید ووایو، چې د یادو ډېری استازوليو له لوري کړنې د مرکز سره په نه همغږۍ خپل سرۍ او له شته منل شوو اصولو څخه په ښکاره سرغړونې پر مخ بېول کيږي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په بهر کې مېشتو هېوادوالو ته يو ځل بيا خبر ورکوي، چې د دې اعلاميې د خپرېدو له نېټې وروسته د لندن، بلجیم، برلين، بن، سویس، اتریش، فرانسې، ایټالیا، یونان، پولنډ، سویډن ،ناروې، کاناډا او اسټراليا استازوليو له لوري قونسلي خدمتونه لكه: وثايق، تصاديق، عدم مسؤلیت پاڼه، پاسپورټ صدور، پاسپورټ تمديدي سټيكر، ويزې سټيكر، او … د مرکز او اړوند نهادونو له لوري د منلو وړ نه دي او بهرنیو چارو وزارت د یادو سندونو په وړاندې هېڅ ډول مسولیت نه لري او نه اجراآت پرې ترسره کيږي.
د يادولو وړ ده، چې بهر مېشتي هېوادوال او بهرنیان کولای شي د افغانستان له پورتنیو استازولیو پرته په نورو هېوادونو کې د افغانستان اسلامی امارت استازولیو ته د قونسلي خدمتونو او ویزو تر لاسه کولو لپاره مراجعه وکړي.