ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د علم ارزښت او په هغه عمل/ دویمه برخه

د علم ارزښت او په هغه عمل / لیکوال: فاني في الله فاضل

دویمه برخه

په علم عمل:

د علم د زده کړې چې کوم أهميت مخکې ذکر شو او يا يې کوم فضائل په کتابونو کې ليکل شوي د هري زده کړي او علم لپاره دي او که څنګه؟

بايد پوه شو چې علم او زده کړه هغه که لږ وي که ډېره هلته د اعتبار وړ او هغه وخت د الله پاک په دربار کې قبوليت پيدا کوي، چې عمل او اخلاص ورسره ملګری وي.

د مثال په ډول يو چا دا حديث شريف زده کړي چي « طلبُ الْعلمِ فَريضةٌ علی کُلِّ مُسلمٍ » نو دی بايد په دې عمل وکړي او د څومره علم زده کړه چې ورته په دين او دنيا کې ضروري ده هغه وکړي.

يو څوک دا حديث شريف زده کړي چي : « المُسلمُ من سَلِمَ المُسلمونَ من لِسانِه ويَدِه»  نو دا کس بايد په خپل دې علم او زده کړي عمل وکړي، نور بايد څوک د ده له لاسه ضرر ونه ويني، بيا چې څومره انسان زيات علم کوي هغومره يې مسوليت او مکلفيت زياتېږي، ځکه څومره چې زده کړه کوي هغومره به عمل ورباندې کوي .

کوم کسان چې علم او زده کړه وکړي خو عمل يې نه وي، نو تر داسي زده کړې نه زده کړه غوره ده او تر داسي عالم او پوه جاهل او ناپوه کس ډير غوره دی، ځکه جاهل خو هر څوک پېژني، په ده علم نه بدناميږي او ټولنې ته يې ضرر تر بې عمله کم وي.

شريعت په دې اړه څه وايي؟

 الله تعالى  د يهودو په اړه  کوم چې په خپل علم يې عمل نه کاوه فرمايلي دي :

«  مَثَلُ الَّذِينَ حُمِّلُوا التَّوْرَاةَ ثُمَّ لَمْ يَحْمِلُوهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا ..» . [الجمعة: 5 ].

ژباړه: دهغو کسانو مثال کوم چې د تورات په عملي کولو مکلف شول خو عملي يې نه کړ، د هغه خره په څېر دی چې کتابونه پرې بار وي .

مطلب دا چې لکه څنګه چې خر له دغه بار کتابونو څخه له دروندوالی او بوج پرته بله کومه ګټه نشي وړلای، همداسي مثال دهغو کسانو دی چې علم يې زده کړی وي خو عمل نه پرې کوي. دوئ هم له خپل علمه هېڅ راز ګټه او فايده نشي وړلای.  

همداراز الله تعالی فرمايلي دي: [ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ * كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ اللَّهِ أَنْ تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ ] .  [الصف: 2، 3] . 

يعني ای مومنانو! ولې هغه څه واياست چې نه يې كوئ! الله تعالی ته دا ډېره ناخوښه ده چي هغه څه واياست کوم چي نه يې کوئ !

کوم څوک چې يو څه زده کوي او بيا يې په خپل ژوند کي نه تطبيقوي او نه یې عملي کوي، نو د ده د علم په وجه  کېدای شي نور خلګ جنت ته ولاړ شي، ځکه هغوئ به عمل پرې کړی وي، خو دی به د خپل علم په وجه  ( العياذ بالله ) دوزخ ته ځي، ده په خپل علم نورو ته نجات ورکړ، خو خپله د همدې علم  په سبب د هلاکت کندې ته وغورځيد.

–        قال الفضيل بن عياض رحمه الله: أي حسرة على امرئ أكبر من أن يؤتيه الله – عزَّ وجلَّ – علمًا فلم يعمل به، فسمعه منه غيره فعمل به، فيرى منفعته يوم القيامة لغيره. [الحلية (تهذيبه) 3 / 27 ] .

يعني؛ فضيل بن عياض رحمه الله تعالی فرمايلي دي: د يوه انسان لپاره به تر دې لویه د افسوس خبره بله کومه وي، چې الله تعالی علم ورکړی وي خو ده عمل نه وي پرې کړی او بل چا بيا له ده اخيستی وي او عملي کړی يې وي، نو د قيامت په ورځ د خپل علم ګټه له بل سره ويني .

–        ابن رجب الحنبلي رحمه الله فرمايلي دي :  « العلم شجرة والعمل ثمرة، وليس يُعد عالماً من لم يكن بعلمه عاملاً »   .

يعنې علم ونه او عمل يې ميوه ده او هغه څوک عالم نشي بلل کېدای کوم چې په خپل علم يې عمل نه وي کړی .

–        له عبد الله بن مسعود ( رضي الله عنه ) څخه روايت دی : «  تَعَلَّمُوا فَمَنْ عَلِمَ فَلْيَعْمَلْ » .

علم زده کړئ او څوک چي يې زده کړي بيا دي عمل پرې وکړي.

–        له محمد بن واسع څخه روايت دی چې  لقمان حکيم خپل زوی ته وويل : « يا بُنيَّ لا تتعلم ما لا تعلمُ حتى تعملَ بما تعلمُ »   .

 يعنې؛ اې زويکيه تر هغه نور څه مه زده کوه تر څو دې په مخکیني علم عمل نه وي کړی  .

محترمو! موږ ځينې داسې يو چي يو خو د علم په زده کړه کې کوښښ نه کوو، بيا که څه زده کوو نو هدف مو دا وي چې بل ته يې ووايو، دا مو له ياده وتلي وي چي خپله يې عملي  کړو، حال دا چې انسان چې کوم څه زده کوي نو لومړی بايد خپله عمل ور باندي وکړي او بيا يې نورو ته ورسوي.

په کار ده چي د علم په زده کړه کې لومړی خپل ځان په نظر کې ونيسو بيا نور، په ړومبي قدم کي په خپله عمل وکړو او بيا يې تر نورو ورسوو، چې په همدې طريقه به هم ځان له مسئوليته خلاص کړو او هم به مو خبرې اغيزمنې او له تاثيره ډکې وي  .

الله تعالی دي موږ او تاسي ته د حق علم او په هغه د عمل توفيق راکړي. آمين .