ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د فلسطین د اسلامي غورځنګ (حماس) د سیاسي مشر دوکتور اسماعيل هنية د شهادت په اړه د اسلامي امارت اعلامیه!

قال الله تعالی:

اعوذ بالله من الشيطان الرجیم

بسم الله الرحمن الرحيم

مِنَ المُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلً. (الاحزاب ۲۳ اية) صدق الله العظيم.

په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې تیره شپه د فلسطین د اسلامي غورځنګ او مقاومت (حماس) سیاسي مشر دوکتور إسماعيل هنية په تهران کې په یوه برید کې په د شهادت ورسید.

انالله و اناالیه راجعون

شهید اسماعیل هنیة یو مسلمان، هوښیار او مدبر فسلطنی مشر و، هغه په بریالي مبارزه او جهاد کې سترې قربانۍ ورکړې او دا دی په همدې لاره کې یې خپل نذر پوره کړ.

شهادت د یو مسلمان او مجاهد لپاره ستره بریا ده، هغه بریالی شوی او خپلو لارویانو ته یې د مقاومت، ایثار، صبر، زغم، مبارزې او په همدې لاره کې د عملي قربانیو درس پریښود.

د نوموړي د شهادت له امله د هغه دردېدلې مجاهدې کورنۍ، د حماس مشرتابه او په سنګر کې د صهیونستي یرغلګرو په وړاندې مرابطینو مجاهدینو ته تسلیت وایو.

شهید هنیة ته له الله تعالی څخه د جنة الفردوس، کورنۍ او ټولو مجاهدینوته یې د جمیل صبر دعا کوو.

په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت د فلسطين له سپېڅلي خاورې د حماس اسلامي غورځنګ دفاع اسلامي او انساني وجيبه ګڼي، او د يرغلګر صهيونيستي رژيم وحشتونه، بمبارونه او د فلسطیني مسلمانانو نسل وژنه په کلکو ټکو غندي او بشري جنايت يې بولي، د دغه ستر مجاهد شهادت د اسلامي امت او جهادي کاروان لپاره لویه ضایعه بولي.

د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا له اغېزناکو لوريو په ځانګړې توګه اسلامي او عربي نړۍ څخه په کلکه غوښتنه کوي، چې په سیمه کې د صهیونیستي یرغل او وحشتونو په مخنیوي کې خپله ټوله هڅه وکړي.

د صهيونيستي رژيم د جنایتونو دوام به له شک پرته سیمه او د سیمې هېوادونه لا بې‌ثباته کړي، چې د هر ډول ناخوالو او بدو پایلو پړه به بیا د یرغلګرو صهيونيستانو او د دوی د ملاتړو پر غاړه وي.