ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ د ۳ یو ورځنیو سیالیو ځای او نېټه په ډاګه شوه

افغانستان کرېکټ بورډ ویلي؛ د روان کال په سپتمبر میاشت کې د نیوزیلنډ پر وړاندې د ټېسټ له یوازېنۍ لوبې وروسته د دریو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په موخه د سویلي افریقا لوبډلې کوربه توب کوي، چې لومړۍ لوبه به یې د همدې میاشتې په ۱۸مه نېټه پیل او لوبلړۍ به یې د سپتمبر تر ۲۲مې نېټې پورې دوام ومومي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هندوستان هېواد کې د افغانستان په کوربه توب د نیوزیلنډ لوبډلې پر وړاندې له ټېسټ لوبې وروسته به د سویلي افریقا لوبډلې پر وړاندې د دریو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په متحده عربي اماراتو کې د دواړو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

باید وویل شي چې دغه درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې به په سپتمبر میاشت کې په ترتیب سره په ۱۸مه، ۲۰مه او ۲۲مه نېټه ترسره شي، چې دغه راز به ډېر ژر د نیوزیلنډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې او سویلي افریقا لوبډلې پر وړاندې د دغې لوبلړۍ په موخه لوبډلې هم اعلان شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف په دې اړه ویلي؛ دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې د لومړني ځل لپاره د سویلي افریقا لوبډلې پر وړاندې دوه اړخیزه لوبلړۍ ترسره کوو او کوربه توب یې هم د افغانستان کرېکټ بورډ پر غاړه دی، له شک پرته سویلي افریقا د کرېکټ په نړۍ کې یو ستر نوم دی او له اتلانو سره د دوی سیالۍ به له ولولو او خوندونو ډکې وي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې؛ دا د هغو دوه اړخیزو مناسباتو او نېکو اړیکو پایله ده، چې له امله یې موږ د سویلي افریقا په څېر له سترو لوبډلې سره لوبې تنظیموو او هیله من یم چې داسې او ورته نورې ډېرې دوه اړخیزې سیالۍ به هم ولرو.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي مشر نصیب خان هم په دې اړه ویلي؛ په وروستیو دوو کلونو کې موږ د هغو لوبډلو سره ډېرې لوبې ترسره کړې، چې په درجه بندۍ کې له موږ پورته دي.

له دې سره زموږ د کرېکټ کیفیت ښه کېږي او لوبغاړي چې سختو مقابلو ته مخامخ کېږي نو خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه کېږي او پر ځان یې باور زیاتېږي.

نوموړی زیاته کړې، د لویو لوبډلو سره لوبو ته موږ د یوې پروسې په سترګه ګورو او غواړو چې زموږ لوبډله په دوه اړخیزو سیالیو کې هم هومره پیاوړې شي څومره چې د کرېکټ نړیوالې شورا په سترو سیالیو کې په وروستیو دوو کلونو کې لوبېدلې ده.

همدې موخې ته په پام موږ غواړو چې افغان لوبډلې ته د ټولو بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو پر وړاندې ډېرې دوه اړخیزې لوبلړۍ برابرې کړو.

دا په داسې حال کې ده، چې د سویلي افریقا پر وړاندې له لوبلړۍ وروسته به په ډېر احتمال سره د بنګله دېش پر وړاندې د بشپړې لوبلړۍ لړۍ هم پیل شي چې له یاد بورډ سره د نېټو له نهایي کولو وروسته به یاده لوبلړۍ هم ډېر ژر اعلان شي.