ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال او د جاپان هېواد د سولې بنسټ اجراییوي رییس لیدنه؛ په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار شوی

 د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال لوی پاسوال ملا عبدالحق اخوند همکار د جاپان هېواد د ساساکاوا د سولې بنسټ اجراییوي رییس اتسا اداچی او په کابل کې د جاپان سفارت له مرستیال تن موتو سره لیدنه کړې.

د جاپان هېواد ساساکاوا د سولې بنسټ اجرایوی رییس او په کابل کې د جاپان هېواد سفارت مرستیال د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت کړنې او فعالیتونه ستایلي دي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال د جاپان هېواد د ساساکاوا د سولې بڼست اجراییوي رییس ته ښه راغلاست ویلي او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر ټینګښت یې ټینګار کړی.

لوی پاسوال ملا عبدالحق اخوند همکار د جاپان هېواد څخه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له همکاریو څخه مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې، تر څو دغه همکاري لا نورې هم زیاتې او دوام وکړي.

نوموړي ویلي، د اسلامی امارت له بریا څخه وروسته په هېواد کې د کوکنارو د کښت او قاچاق کچه صفر ته رانیږدې شوې ده.

 په پای کې  دواړو لوریو د دوه اړخیزه خبرو اترو په تبادلې سره د لازیاتو همکاریو ژمنه کړې.