ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تهران کې د اسماعیل هنیه شهادت؛ ایران یې د غچ اخیستلو ګواښ کړی

تهران کې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه له شهادت وروسته ایران اسرائیلو ته د غچ اخیستلو ګواښ کړی.

د ایران مذهبي مشر ایت‌الله خامنه‌يي ویلي، چې اسرائیلو د ځان لپاره د سختو مجازاتو زمینه برابره کړه او د حماس د مشر د ترور غچ اخیستل خپله دنده ګڼي.

له دې سره هم‌مهاله ملګرو ملتونو کې د ایران استازي ایران کې د اسرائیلو ترورستي کړنه د نړیوالو قوانینو نقض ګڼلی او ویلي یې دي؛ په سختو عملیاتو به ځواب ورکړل شي، چې د عاملینو د ژورې پښېمانۍ لامل به شي.

د ایران سپاه پاسداران هم اسرائیلو ته د سخت ځواب ګواښ کړی.

دوکتور اسماعیل هنیه د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته سفر کړی و، چې پرون سهار تهران کې ترور او په شهادت ورسېد.

نن په تهران پوهنتون کې د ښاغلي هنیه د جنازې لمونځ ادا شو.

ایراني رسنۍ وايي، چې نوموړی به د جمعې په ورځ د قطر پلازمېنه دوحه کې خاورو ته وسپارل شي.

د ښاغلي هنیه د ترور پېښې ته د اسلامي امارت په شمول د ګڼو هېوادونو مشرانو جدي غبرګونونه ښودلي او د نوموړي شهادت یې د اسلامي امت او جهادي کاروان لپاره لویه ضایعه ګڼلې ده.