د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبر ورکړی، چې د فیروزکوه کلتوري انسټیټیوټ مشر روري اسټیوارټ د دې وزارت له وزیر ملا خیرالله خیرخواه سره په لېدنه کې ویلي، چې د کابل مراد خاني تاریخي ځای بیا رغوي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د فیروز کوه کلتوري انسټیټیوټ بنسټګر په دې کتنه کې زیاته کړې، چې دغه انسټيټیوټ د افغانستان د فرهنګي او تاریخي اثارو د ساتنې او معرفي کولو په موخه کار کوي او د دې ادارې له دندو څخه یوه هم د کابل ښار د مرادخاني تاریخي سیمې بیارغونه او ساتنه ده چې د دغه ښار له پخوانیو سیمو څخه ګڼل کیږي.
ورتهمهال د اطلاعاتو او کلتور وزير د فيروزکوه انسټيټوټ د فرهنګي او ښوونيزو فعاليتونو ستاینه کړې او د افغانستان د فرهنګي ميراثونو په ساتنه او د ځوانانو په روزلو کې يې د دغه بنسټ رول مهم بللی دی.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د پخوا په پرتله د فرهنګی میراثونو ساتنې او بیارغونې ته زیاته پاملرنه شوې ده.