د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، چې د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ لوړپوړی پلاوی قطر ته رسېدلی دی.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې د مولوي عبدالکبیر د سفر موخه د حماس اسلامي تحریک ګوند د سیاسی دفتر د مشر شهید ډاکټر اسماعیل هنیه په جنازه کې ګډون کول دي.
د یادونې وړ ده، چې سیاسي مرستیال له دې مخکې د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې هم ګډون کړی و.