ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان کرېکټ بورډ؛ شپږیزه لیګ سیالۍ د روانې زمري میاشتې پر ۲۲مه نېټه په کابل ملي لوبغالي کې پیلیږي

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي؛ شپږیزه کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالۍ د راتلونکې اګست میاشتې په ۱۲مه نېټه د پینځو لوبډلو ترمنځ پر کابل کرېکټ لوبغالي پیلیږي، چې د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به دوام ومومي.

په دغو سیالیو کې د سپین غر پړانګان، مس عینک اتلان، بند امیر ښاماران، بست ساتونکي او امو نهنګان لوبډلې ګډون لري، چې د مهالوېش پر بنسټ به د یو بل پر وړاندې ډګر ته ښکته شي او د اتلولۍ تر ګټلو به لوبو ته دوام ورکړي.

شپږیزه کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو کې ۲۱ لوبې ترسره کېږي، ۱۴ ورځې به دوام ولري، چې پر بنسټ به یې ۱۰ ورځې هره ورځ دوه لوبې او وروستۍ ورځ به د دوه لارموندونکو لوبډلو ترمنځ پایلوبه ترسره شي.

په دې اړه د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان ویلي؛ شپږیزه کرېکټ لیګ هغه لیګ دی، چې له همدې لارې ستر استعدادونه د افغان کرېکټ او نړۍ کرېکټ ته وړاندې شوي دي او ټول ویاړ پرې کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ د شپږیزې کرېکټ لیګ له ترسراوي زموږ موخه هم همدا ده، چې له لارې یې پیاوړي او پټ استعدادونه رابرسېره کړو او دغه لوبې به د راتلونکو نړیوالو لوبو لپاره هم یو ښه چمتووالی وي.

دغه راز نوموړي ویلي؛ غواړو دغه سترې سیالۍ له هر اړخه په ستر او غوره کیفیت سره ترسره کړو، ترڅو زموږ هېوادوال ترې خوند واخلي او د خپلو اتلانو له سیالیو او لوبو برخمن شي.

شپږیزه کرېکټ لیګ لومړی پړاو سیالۍ په ۲۰۱۳م کال کې د لومړي ځل لپاره ترسره شوې، چې له هغه مهال راهیسې یې اته پړاونه ترسره شوي دي او نهم پړاو به یې سږ کال ترسره شي چې پر بنسټ یې ډېر شمېر لوبغاړي افغان کرېکټ ته ورپيژندل شوي دي.

د یادونې وړ ده، د دغه ستر لیګ لوبې به په ۱۶ کامرو سره د غوره او پېژندل شوې پروډکشن کمپنۍ له لارې هېوادوالو ته وړاندې شي چې له لوبو به یې هېوادوال په لوبغالي او د تلویزیون له لارې خوند واخلي.