ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسماعیل هنیه د قطر لوسیل ښار په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو

د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر رییس اسماعیل هنیه د جنازې لمونځ د قطر پلازمېنې دوحې په ‘امام محمد بن عبدالوهاب’ جومات کې ادا او د قطر پلازمېنې ته نژدې د لوسیل ښار په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د اسلامي هېوادونو ګڼ عالي رتبه چارواکو ګډون کړی و.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم دغو مراسمو کې ګډون کړی.

دوکتور اسماعیل هنیه د حماس غورځنګ سیاسي څانګې مشر او په غزې تړانګه کې د سولې د خبرو اترو په برخه کې نوموتی شخص و.

ښاغلی هنیه د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه ایران ته سفر کړی و، چې د جولای په ۳۱مه تهران کې ترور او په شهادت ورسېد.

ویل کېږي چې په نوموړي د اسرائیلو له لوري توغندیز برید شوی.

دې برید ګڼ سیمه‌ییز او نړیوال غبرګونونو را وپارول او ګڼو هېوادونو دا پېښه وغندله.

حماس او ایران ګواښ وکړ، چې ډېر ژر به له اسرائیلو د دې برید غچ واخلي.