ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل؛ د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د بايسکل ځغلونې سيالۍ ترسره شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د بايسکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري کابل کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د بايسکل ځغلونې سيالۍ ترسره شوې.

یادې سیالۍ د کابل ښار له پل محمود خان څخه تر پل علم پورې په ۱۲۰ کيلومتري واټن کې ترسره شوې.

د دې سیالیو په پایله کې سيدالله لومړی، عبدالوهاب واحدي دويم او عبدالمجید بابجاني درېيم مقام تر لاسه کړ.

د يادو سياليو موخه د ايران په کوربتوب د تور اذربايجان په نوم سياليو ته د غوره لوبغاړو موندل و، چې يو ورځ يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې ټاکل شوو لوبغاړو ته ستاينليکونه ورکړل شول.