د ذو الحجې لومړی لس ورځي / له (مجموعة رسائل ابوالفضل) کتاب څخه!
د ذوالحجې د لومړيو لسو ورځو زيات فضايل او ښېګڼې بيان شوې دي، الله تعالی په همدې لسو ورځو قسم کړی، لکه چې فرمايي: « وَالفَجرِ ولَيالٍ عَشْرٍ » .
يعنې؛ قسم دی په سهار ( د لوی اختر د ورځي) او ( د لوی اختر د مياشتې) په (لومړيو) لسو ورځو .
همدارنګه په همدې ورځو کې عبادت او طاعت د نورو وختونو تر عبادت زيات اهميت او ارزښت لري، لکه چې په يوه روايت کې راغلي :
مَا مِنْ أَيَّامٍ أَحَبُّ إِلَى اللَّهِ أَنْ يُتَعَبَّدَ لَهُ فِيهَا مِنْ عَشْرِ ذِي الْحِجَّةِ، يَعْدِلُ صِيَامُ كُلِّ يَوْمٍ مِنْهَا بِصِيَامِ سَنَةٍ وَقِيَامُ كُلِّ لَيْلَةٍ مِنْهَا بِقِيَامِ لَيْلَةِ الْقَدْرِ [ الترمذي ] .
الله تعالی ته د (ذوالحجې د لومړيو) لسو ورځو عبادت د نورو ورځو تر عبادت ډير خوښ دی، د دې ورځو يوه روژه د پوره کال د روژو او د شپې قيام ( نفلونه، تلاوت، ذکر او نور) يې د ليلة القدر دقيام په څېر دي.
دا راز د همدې ورځو يوه روژه د يوه کال له روژو سره برابره ده او په ځانګړي ډول د عرفات (د دې مياشتې د نهمې) ورځې روژه د يوه تېر او يوه راتلونکي کال د ګناوو د بښنې سبب ګرځي. لکه چې د ترمذي په يوه روايت کې همداسي راغلي دي .
نو په کار ده چې همدا ورځې غنېمت وبولو، ګټه ورڅخه واخلو او همدا مبارکې ورځي په عبادت، د الله ج په ذکر او د مسلمانانو په خدمت سره مشغولې کړو.
يادونه: که څه هم د ذو الحجې (د لوی اختر د مياشتې) لومړی لس ورځې يادېږي خو موخه ورڅخه لومړی نهه ورځې دي، ځکه لسمه ورځ يې د لوی اختر ورځ ده او په همدې ورځ روژه حرامه ده .
راځئ د دې مبارکو ورځو په اړه د تاريخ څو پاڼي وسپړو !
په ليالي عشر کې تاريخي پېښې:
• اوله (۱) تاريخي پېښه :
الله (جل جلاله) د ذي الحجې یعنې د لوی اختر په اوله لسيزه او په عرفات کې د حضرت آدم (عليه السلام) توبه قبوله کړه.
• دویمه ( ۲ ) تاريخي پېښه :
په دغه مبارکه لسېزه کې حضرت ابراهیم (عليه السلام) د خليليت په مقام مشرف شو او د دې عُمده عوامِل څلور شيان وو:
لومړی: دا چې حضرت ابراهيم ( عليه السلام ) خپل زړه د الله تعالی تعلق او محبت ته خالي کړی وو .
دويم: دا چې د نمرود اور ته واچول شو، په دغه حالت کې يې الله (جل جلاله) ته خپل ځان داسې وسپاره چې حضرت جبرائیل ورته وويل که دې څه حاجت وي راته ووايه. ده مبارک په جواب کې ورته وفرمايل: تاته حاجت نلرم، بيا حضرت جبرائیل ورته وويل چې الله پاک ته خپل حاجت ووايه. ده ورته وفرمايل چې زما پر حال د الله تعالی عِلم له دې بسنه کوي چې په خوله ورڅخه غوښتنه وکړم.
دريم: دا چې ده خپل مال او هستي ميلمنو او مسافرو ته وقف کړې وه، تر دې چې ده مبارک به بې له ميلمه خوراک نه کاوه، که به هر څومره وخت ميلمه نشو پيدا دی مبارک به وږی ګرځيدی .
څلورم: دا چې کله له الهي لورې د خپل زوی حضرت اسماعيل عليه السلام په قرباني کولو مأمور شو، نو د الله له حکم سره سم يې د خپل زوی پر غاړه باندې چاړه ورکښېښودله .
. درېيمه (۳) تاريخي پېښه :
د کعبې شريفې د جوړولو شروع هم حضرت إبراهيم او إسمعيل عليهم السلام په دغو ورځو کې وکړه .
• څلورمه (۴) تاريخي پېښه :
حضرت موسی (عليه السلام ) په کوه طور کې په مناجات او کليميَت سره په دغو مبارکو ورځو کې مشرف شو.
• پینځمه (۵) تاريخي پېښه :
حضرت داوود (عليه السلام) ته چې د کوم مغفرت او بښني ذکر په قرآن کريم کې راغلي هغه په همدې ورځو کې تر سره شوی.
• شپږمه (۶) تاريخي پېښه :
د حُدَيبيې په ورځ چې (۱۴۰۰) او يا په بل قول (۱۵۰۰) أصحابو د سمرې تر درخته لاندي له رسول الله (صلی الله عليه وسلم ) سره بيعت وکړ ( کوم چې په بيعت الرضوان سره مشهور دی) هغه هم په همدې مبارکو ورځو کې وو .