ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزیر د سرطاني ناروغیو مرکزونو جوړیدو په موخه د وزارتونو له استازو سره لیدنه کړې

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلالي په خپل کاري دفتر کې د جوړېدونکو سرطاني ناروغیو مرکزونو په هکله د وزارتونو له استازو او اړوند مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي، د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د وزارت مرکزي رییسانو، د بهرنیو چارو، لوړو زده کړو او اټومي انرژۍ وزارتونو استازو ګډون درلود.

دغه‌راز په یاده ګډه ناسته کې د سرطاني ناروغیو مرکزونو جوړېدو په موخه د لارو چارو د ترتیب لپاره د یوې کمېټې پر جوړېدو خبرې شوې.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي له لوري یوه کمېټه ټاکل شوې، چې په راس کې یې د پلان او پالیسۍ عمومي رییس ډاکټر میرویس احمدزی، د تشخیصیه خدماتو رییس، د انکالوژي پروژې استازی، د بهرنیو چارو، لوړو زده کړو او اټومي انرژۍ وزارتونو استازي شتون لري.

یادې کمېټې ته دنده سپارل شوې، ترڅو په منظمه او اغېزمنه توګه د یادو مرکزونو د چارو پر مخ وړولو لپاره تخنیکي موضوعات وڅیړي او له تحلیل وروسته یې له اجنډا سره یو ځای بین الوزارتي کمېسیون ته وړاندې کړي.