د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي قطر کې د افغانستان له سفیر ډاکټر محمد نعیم سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې لومړی ډاکتر محمدنعیم په قطر کې د افغانستان د سفارت د کړنو او لاسته راوړنو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته راپور ورکړی.
نوموړي ویلي، چې دوحه کې یې د مسولیت د پيل راهیسې د افغانستان او قطر ترمنځ د نږدې او په متقابل درناوي ولاړو اړیکو د ایجاد او همدارنګه په قطر کې مېشتو هیوادوالو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره خپلې ټولې هڅې کړې او د اسلامي امارت د مشرانو د لارښوونو مطابق یې زیاتې بریاوې درلودلې دي.
مولوي عبدالسلام حنفي په قطر کې د هېواد د سفارت فعاله او کارنده ډيپلوماسۍ قدرداني کړې او ویلي یې دي؛ بهر کې دې د اسلامي امارت سیاسي استازولۍ کوښښ وکړي، چې له اسلامي هېوادونو سره په دوستانه اړیکو د ولاړې ډيپلوماسۍ له لارې د کوربه هېوادونو خلکو ته د نظام واقعي بڼه ور وښيي.
ښاغلي حنفي د افغانستان او قطر ترمنځ په متقابل درناوي د ولاړو دوستانه اړیکو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې سفارت باید په قطر کې مېشتو افغانانو ته د اسانتیاوو او د نږدې او دوستانه اړیکو لپاره زیات کوښښ وکړي.