ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت هېواد کې پانګونې ته زمینه برابره کړې ده

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اندخوی د سوداګرۍ او پانګونې خونې له ریيس عبدالمجید نیازي سره لیدنه کړې.

په پيل کې عبدالمجید نیازي د سوداګرۍ او ترانزیټ او په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول په اقینه بندر کې د ګمرکي مسایلو د وضعیت په اړه خبرې کړې او په یاد بندر کې د شفافیت په رامنځته کېدو، د فساد په له منځه تلو او د امیرالمومنین حفظه الله له لوري پر اعلان شوي مالیاتي معافیت یې خوښي څرګنده کړې ده.

نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت په ګمرکونو کې د فساد په له منځه وړلو، د تاجرانو او صنعتکارانو د مالي او ځاني امنیت په تامین، د وارداتي مالونو د کیفیت تشخیص او د سوداګرو پر چارو د څارنې په موخه د لابراتوارونو نصبولو سره د پانګونې زمینه برابره کړې، چې د تاجرانو د خوښۍ او په هېواد کې پانګونې ته د هغوی د هڅونې لامل کېږي.

ښاغلي نیازي له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ د ودې په موخه د اورګا‌‌‌‌‌‌ډي په وسیله د لېږد رالېږد ارزښت ته په اشارې د اسلامي امارت له مسوولینو غوښتي، چې دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې اندخوی سیمه او اقینه بندر د هېواد په اقتصاد کې مهم رول لري او امارتي او د خصوصي سکټور مسولین باید د هغو د مدیریت او له ظرفیتونو څخه د ښې ګټې اخیستنې په موخه خپل زیات کوښښ وکړي.

نوموړي همدارنګه په هېواد کې د اسلامي امارت له لوري د سوداګرۍ او پانګونې د زمینې برابرولو ته په اشارې ویلي، چې سوداګر او پانګوال دې له دې فرصت څخه په ګټه اخیستنې د هېواد په وده او پرمختګ کې ونډه واخلي.

ښاغلي حنفي د اورګا‌‌‌‌‌‌ډي په وسیله د لېږد رالېږد پراختیا ته په اشارې ویلي، چې اسلامي امارت د خپل توان په حدودو کې د هوایي، ځمکني او په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د اورګا‌‌‌‌‌‌ډي له لارې د لېږد رالېږد د ودې په موخه خپل ټول کوښښ کوي.