د افغانستان بانک سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي سره ولیدل
د افغانستان بانک سرپرست رییس ملا هدایت الله بدري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو او مل پلاوي سره لیدلي.
لیدنه کې پر ګډو همکاریو، په بانکي سکتور د محدودیتونو، خصوصي سکتور د ودې، د افغانستان اسعاري زیرمو او یو شمېر اړوندو موضوعګانو خبرې وشوې.
په یاده غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست سرپرست ملا هدایت الله بدري ویلي، چې د افغانستان د بانکوالۍ پر سکتور وضع شویو بندیزونو د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېزه کړې ده او دې محدودیتونو نړیوالو مالي سیستمونو ته د افغان بانکونو لاسرسی له خنډ سره مخ کړی دی، دا محدودیتونه د مالي انزوا لامل شوي، د افغانستان د اقتصادي پرمختګ مخه یې نیولې ده او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
ښاغلي بدري له نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره پر ګډو همکاریو ټينګار وکړ او د اړیکو د پراختیا په برخه کې یې د ملګرو ملتونو رول د ارزښت وړ یاد کړ.
نوموړي زیاته کړې؛ د مالي مؤسسو په ګډون له نړیوالو شریکانو سره په ګډ کار کې د ملګرو ملتونو هڅې د افغانستان پر بانکي نظام باندې د بندیزونو د منفي اغېزو په کمولو کې خورا مهمې دي.
د افغانستان بانک سرپرست رئیس د خپلو خبرو په بله برخه کې د افغانستان د اسعاري زېرمو په اړه خبرې وکړې او له کنګل څخه د دې زیرمو په خلاصون کې یې د ملګرو ملتونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
باید وویل شي چې په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي هم له خپله اړخه د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې نړۍ له افغانستان سره په ټولو برخو کې د غوره اړیکو غوښتونکې ده.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د پالیسۍ ستر سلاکار ښاغلي لطف الحق نور پسرلي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي سره مل پلاوي هم ګډون درلود.