ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د ۲۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د پهلوانۍ ملي فدارسیون له لوري د یاد ریاست د سکیتستان په ورزشي جمنازیوم کې د کابل ښار جنوب زون له ۲۲ کلبونو د ۲۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ پیل شوې.

دغه سیالیو کې د تنکیو ځوانانو، نوي ځوانانو، ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ او له ۳۲ کیلوګرام څخه تر ۱۲۰ کیلوګرام  وزن پورې ورزشکاران سیالۍ کوي او درې ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅوول او د جنوب زون ته د غوره لوبغاړو موندل دي.