ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزیر او د افغانستان لپاره د UNFPA سازمان مشر لیدنه؛ د روغتیايي ځالو پر جوړېدو خبرې شوي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د UNFPA سازمان له مشر کوابینا اسانتي او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په سپینو سیمو کې د روغتیايي ځالو پر جوړېدو، د جوړو شویو روغتیايي ځالو د خدمتونو پر پراخوالي او د مور او ماشوم لپاره د ځانګړو روغتیايي خدماتو پر پیاوړتیا خبرې شوي.

د عامې روغتیا وزیر د یاد سازمان له لوري د جوړو شویو مرکزونو او روغتیايي ځالو په موخه خوښي څرګنده کړې او په راتلونکي کې د نويو روغتیايي ځالو د جوړېدو پر مهال د معیاري او نویو نقشو عملي کېدو غوښتنه یې کړې.

مولوي نورجلال جلالي د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو لپاره روغتیايي خدماتو برابرول خپل لومړیتوب یاد کړی او په وینا یې په دې برخې کې به دوامداره هڅې کوي؛ ترڅو تر ټولو سپینو او لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته روغتیايي خدمات ورسوي.

سربېره پر دې، نوموړي د UNFPA سازمان له لوري د هېواد په ولایتونو کې د ښځینه ناروغانو لپاره د فیسټولا برخه کې د روغتیایي خدماتو د همکارۍ او پاملرنې غوښتنه کړې.