ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

یحی سنوار د شهید اسماعیل هنیه ځای‌ناستی شو

حماس غورځنګ اعلان کړی، چې یحیی سنوار یې د شهید اسماعیل هنیه پر ځای د خپل سیاسي دفتر د نوي رییس په توګه ټاکلی دی.

۶۲ کلن یحیی سنوار چې په ابو ابراهیم هم پېژندل کېږي، د غزې تړانګې په سویل کې د کډوالو په خان‌یونس کمپ کې زېږېدلی.

نوموړي خپلې لومړنۍ زده‌کړې په خان‌یونس کې کړې او لیسانس یې د غزې له اسلامي پوهنتونه په عربي ژبه کې اخیستی دی.

یحیی سنوار څو ځله د صهیونیستي یرغلګرو له لوري بندي شوی. په لومړي ځل په ۱۹۸۲ کال چې لا ۱۹ کلن و، ونیول شو او وروسته بیا په ۱۹۸۵ کې بیا زنداني شو.

ښاغلی سنوار په ۱۹۸۸ کال بیا ونیول شو او اسرائیلو کې څلور ځله په عمري بند محکوم شو. له ۱۹۸۸ څخه تر ۲۰۱۱ د صهیونیستي رژیم په زندان کې و، چې وروسته بیا د فلسطین او اسرائیلو تر منځ د بندیانو په تبادله کې خوشی شو.